IQNA

 په آمازون سایټ کې د قرآن کریم ترټولو لوي پيغام اپلوډ شو

10:56 - July 03, 2024
د خبر لمبر: 3489476
ایکنا - د حجةالاسلام  ابوالفضل صبوري لیکل شوی ؛ترټولولوي پیغام(قرآنی کتاب) د آمازون په ویب سایټ کې اپلوډ شو.

 ایکنانیوز د آمازون وبسایټ  له قوله راپور راکوي،په دغه وبسیاټ کې د حجةالاسلام  ابولافضل  صبوري  یو اثر؛ ترټولو لوي پیغام ؛نومې کتاب  اپلوډ شو.  

تر ټولو لوي پيغام نومې کتاب په انګریزي ژبه تالیف شوی او  مسلمانانو او غیر مسلمانانو ته د قرآن کریم د معرفي کولو لپاره یوه هڅه ده .

 د کتاب لیکونکی په دې اند دی چې دغه  د کتاب  د قرآ ن موضوعي تفسیر دی، ځکه  په دې کې د قرآن کریم  له څه دپاسه یو زر پنځه سوه  آیتونو  استناد شوی دی.

 د  کتاب لومړی سپرکی  پخپله د قرآن کریم په باب دی او  دهغه  اهمیّت او کارندوالی په جوت شوی دی،په حقیقبت کې په دغه سپرکي کې   له نورو آسماني کتابونو سره د قرآن کریم د پرتله  اوتوپیر  په باب بحث شوی دی.

دوهم سپرکی هم  په قرآن کریم کې د معنویّت په باب دی.لکه څنګه چې دمعنویّت مسئله  د مخلتفو ټولو یوه جدی مسئله ده ،کله کله  هم  د کاذب معنویاتو  په لور ځي،نو ځکه دغه بحث  باندې په کتاب کې  په یوه جلا سپرکي کې سپړنه شوې ده او هغه  آیتونه چې  په دې باب غونډولی شي،  پکې بیان شوي دي.

 په دریم سپرکي کې هم د قرآن کریم اوعلم په موضوع بحث شوی دی ،  ځيني په نړیوالې فضا کې د دین او علم ټکر مطرح کوي، نو ځکه په دغه سپرکي کې د قرآن کریم د آیتونو په اساس  په دغې موضوع بحث شوی دی.

په  څلورم سپرکي  کې هم په قرآن کریم کې د کورنۍ  موضوع بیان شوی ده ،   په اسلام او لویدیځ کې  دکورنۍ  توپیر او هغو مشکلاتو ته په پام سره چې   لویدیځوال ئې لري ،  په قرآن کریم کې د کورنۍ  موضوع په باب په یو جلا سپرکي کې ارزونې شوي دي

کتاب قرآنی بزرگ‌ترین پیام در سایت آمازون بارگذاری شد

همداراز  د کتاب په وروستي سپرکي کې  هم د معاد په موضوع بشپړ بحث شوی دی. په مختلفو دینونو کې  د معاد په موضوع  خبرې شوي دي، خو قرآن کریم  دنورو  دینونو په نسبت  له  مرګ وروسته  په ژوند باندې  او دمعاد په موضوع ډير ژورې سپړنې کړي دي.

حجةالاسلام ابوالفضل صبوری په ۱۳۷۷کال کې امام صادق پوهنتون ته وارد شو او وروسته ئې  په علمیه حوزې کې  د زده کړې  دوام ته مخه کړه او له ۱۳۹۰ کال څخه  ئې په نړیوالېفضا کې فعالیتونه پيل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4224353

captcha